اوکراین په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ درېیم تر لوی د وسلو واردونکی هېواد شو.
د سټاکهولم نړیوال سولې څیړنیز انسټیټیوټ د نړیوال وسلو د لیږد په اړه د راپور له مخې، د روسیې او اوکراین جګړه چې د ۲۰۲۲ کال د فبروري په ۲۴ پیل شوې وه د امریکا او اروپا لخوا کیف ته د پام وړ نظامي مرستو د جریان لامل شو.

اوکراین په ۲۰۲۲ کې په نړۍ کې د وسلو تر ټولو ستر دریم لوی واردوونکي هیواد باندې بدل شوی دی.
اوکراین په ۱۹۹۱ کال کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته خپلواکي ترلاسه کړه او د ۲۰۲۱ کال تر پایه یې ډېرې مهمې وسلې وارد کړې خو د ۲۰۲۲ د فبروري په ۲۴ د اوکراین په وړاندې د روسیې لخوا پیل شوې جګړې دا وضعیت د پام وړ بدل کړ.
د سټاکهولم نړیوال سولې څیړنیز انسټیټیوټ د وسلو د لیږد پروګرام لوړپوړي څیړونکي پیټر ویزیمن یادونه وکړه چې ، که څه هم تیر کال د نړیوالو وسلو په لیږد کې کموالی راغلی، اروپایي هیوادونو غوښتل چې د روسیې لخوا د اوکراین تر اشغال وروسته ډیرې او چټکې وسلې وارد کړي.
د سټاکهولم نړیوال سولې څیړنیز انسټیټیوټ اعلان وکړ چې د وسلو صادرات د اوږدې مودې لپاره د امریکا او روسیې لخوا تسلط لري او دا دواړه هیوادونه په تیرو دریو لسیزو کې د وسلو دوه لوی صادرونکي دي.
د سټاکهولم نړیوال سولې څیړنیز انسټیټیوټ ډاټا ښیې چې د امریکا د وسلو صادرات د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷ او او ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ ۱۴ سلنه زیات شوي، او په ۲۰۱۸ لو ۲۰۲۲ کال کې د نړیوالو وسلو صادرات ۴۰ سلنه امریکا کړي دي.
په داسې حال کې چې د دغو دوو دورو په منځ کې د روسیې د وسلو صادرات ۳۱ سلنه کم شوي، خو د نړۍ د وسلو په صادراتو کې یې ونډه له ۲۲ سلنې څخه ۱۶ سلنې ته راټیټه شوې ده. د فرانسې ونډه له ۷ عشاریه یو سلنې څخه ۱۱ سلنې ته لوړه شوه.