شمالي کوریا نن یو ځل بیا دوه بالستیک توغندي وازمایل

شمالي کوریا د جاپان د سمندر  په لور د لنډ واټن دوه بالستیک توغندي توغولي دي.

1959223
شمالي کوریا نن یو ځل بیا دوه بالستیک توغندي وازمایل

شمالي کوریا د جاپان د سمندر  په لور د لنډ واټن دوه بالستیک توغندي توغولي دي. شمالي کوریا د توغنديو دا  ازموينه د امريکا او جنوبي کوريا پر وړاندې چې په سيمه کې ګډ پوځي تطبیقات کوي، غبرګون ښودلی دی.

 وروسته له هغه چې سویلي کوریا او امریکا د ( ازادۍ ډال )  تطبیقات پیل کړل چې په تیرو پنځو کلونو کې ترټولو پراخه ګډ تطبیقات بلل کیږي ، د شمالي کوریا سخت غبرګون يي پارولی دی.

د ویلو ده چې شمالي کوریا پرون هم د نوموړو تطبیقاتو د پيلیدو نه مخکې د خپل تحت البحري یا اوبتل کښتۍ نه دوه ستراتیژیک اوږد واټنه توغندي وتوغول .

همداشان يي بیا دوه لنډ واټنه توغندي وازمایل. د جاپان حکومت اعلان وکړ چې د پیونګ یانګ ادارې د جاپان د سمندر په لور د لنډ واټن دوه نوي بالستیک توغندي توغولي دي. د جاپان د کابینې لوی منشي هیروکازو ماتسونو وویل چې دوی به د امریکا، سویلي کوریا او نورو هیوادونو سره په نږدې همکارۍ کې د هیواد د سولې او امنیت د تامین لپاره کار وکړي، او د اړتیا وړ څارنې او تحلیلي فعالیتونو ته به دوام ورکړي.

 د جاپان د دفاع وزیر یاسوکازو هامادا ویلي چې د شمالي کوریا د توغندیو له ازموینې وروسته د دغه هېواد په ځانګړې اقتصادي سیمه کې کوم زیان نه دی تثبیت شوی. د سویلي کوریا پوځ ویلي دي چې د نوموړي توغندي  "۶۲۰ کیلومتره ارتفاع ته رسیدلي دي."

 د سویلي کوریا د لوی درستیزوالۍ لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دا توغندي د سهار د ۷ بجو او ۴۱ دقیقو  او ۷ بجو او ۵۱ دقیقو ترمینځ د جنوبي هوانګای ولایت له جانګیون سیمې څخه توغول شوي او شاوخوا ۶۲۰ کیلومتره واټن نه وروسته غورځیدلي دي. په بیان کې ویل شوي، "د شمالي کوریا له خوا پرله پسې د بالستیک توغندیو ازموینې جدي پارونکي اقدامات  دي چې د نړیوالې ټولنې سولې او ثبات او د کوریا ټاپووزمې ته زیان رسوي."



اړوند خبرونه