شمالي کوریا دوه ډیر مهم توغندي وازمایل

شمالي کوریا په سیمه کې د امریکا او سویلي کوریا لخوا د پیل شوو ( د ازادۍ ډال) په نامه د ګډو پوځي تطبیقاتو په غبرګون کې  له تحت البحري یا اوبتل څخه دوه ستراتیژیک کروز توغندي وتوغول.

1958799
شمالي کوریا دوه ډیر مهم توغندي وازمایل

شمالي کوریا په سیمه کې د امریکا او سویلي کوریا لخوا د پیل شوو ( د ازادۍ ډال) په نامه د ګډو پوځي تطبیقاتو په غبرګون کې  له تحت البحري یا اوبتل څخه دوه ستراتیژیک کروز توغندي وتوغول.

پداسې حال کې چې سویلي کوریا او امریکا نن پدې وروستیو کلونو کې تر ټولو ستر ګډ پوځي تطبیقات پیل کړل  ، شمالي کوریا بیا دې ګډو  تطبیقاتو ته  د ستراتیژیک بالستیک توغندیو د ازمایلو  سره ځواب ورکړ.

شمالي کوریا له « یونګونګ ۸.۲۴» اوبتل څخه ۲ ستراتیژیک کروز توغندي وتوغول.

شمالي کوریا د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې  د دغه اوږد واټنه توغندیو سره چې ۱۵۰۰ کیلومتره واټن لري  په ختیځ سمندر کې له مخکې ټاکل شوي هدفونه په ډیر بریالیتوب سره  په نښه کړي  دي. په بیان کې راغلي دي چې دا ازمایښت  د «د اوبو لاندې د اوبتلونو د عملیاتو بریا تایید کړه چې د شمالی کوریا د اټمی وسلو یو له مهمو عناصرو څخه دی."

په بیان کې ویل شوي، "د کوریا د خلکو پوځ په ډیره پیاوړې توګه د امریکا او سویلي کوریا د پوځي اقداماتو او د اټومي جګړې د مخنیوي فعال عملیاتي وړتیا لري  او دې ازمایښت یوه ښکاره بیلګه ده ."



اړوند خبرونه