سعودي په کوربه جوړ شوي ملګرو ملتونو کنفرانس ته بلل شوي اسرائیلي پلاوي ته سعودي عربستان ویزه ورنکړه

سعودي عربستان چې د  ملګرو ملتونو د ګرځندوی نړیوال سازمان د کنفرانس کوربه توب کوي  اسرائیلي پلاوي ته د ویزې ورکولو نه ډډه وکړه.

1958889

د اسرائیلو د عامه نشراتو د ادارې  د خبر له مخې، سعودي عربستان د ګرځندوی د نړیوال سازمان په کنفرانس کې د ګډون لپاره رابلل شوي اسرائیلي پلاوي ته د ویزې له ورکولو ډډه وکړه.

د بلومبرګ امریکايي نشراتي ارګان  په خبر کې ویل شوي چې د ریاض ادارې د دې چلند لپاره کوم دلیل نه دی ښودلی او د  ملګرو ملتونو له غوښتنې سره سره چې د سازمان له ټولو غړو سره د مساوي چلند غوښتنه کړې ده، بیا هم د ویزې ورکولو نه ډډه کړې ده .سعودي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي .د ګرځندوی نړیوال سازمان له خوا د ۱۸ هېوادونو د ۳۲ سیاحتي کلیو په اړه دوه ورځنی کنفرانس پرون د سعودي عربستان په العلا ښار کې پیل شو.

د سعودي عربستان او اسرائیلو ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې نشته.

برسېره پردې، د مارچ په لسمه  د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیلولو په اړه د سعودي عربستان او ایران ترمنځ موافقه، تمه کیږي چې د اسرائیل او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو د  "نورمال کولو امکانات" باندې منفي اغیزه وکړي.

اړوند خبرونه