د جرمني په هامبورګ ښار کې په یوې کلیسا وسله وال برید کې ۷ تنه وژل شوي دي.
په جرمني کې پر کلیسا د برید په نتیجه کې ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
1957509
د جرمني په هامبورګ ښار کې په یوې کلیسا وسله وال برید کې ۷ تنه وژل شوي دي.
د جرمني رسنیو خبر ورکړی، چې د هامبورګ په ګراسبورسټل ولسوالۍ کې پر یوې کلیسا برید شوی، چې له بریدګر په ګډون ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ویلو ده چې پدې برید کې ګنشمیر کسان ټپیان شوي هم دي. پولیسو ویلي دي چې لومړنۍ څیړنې ښايي چې دغه برید، د ډیرې زیاتې غصې په نتیجه کې رامنځته شوی دی.
د پولیسو لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي کله چې ځانګړي پولیس د کلیسا درې پوړیزې ودانۍ ته ننوتل د ډزو غږ واورېدل . کیدای شي چې بریدګر هم ځان وژنه کړي وي.
د برید کوونکي د هویت په اړه څه ندي ویل شوي.