شمالي کوریا امریکا متحده ایالتونو ته خبرداری ورکړ.
شمالي کوریا امریکا ته خبرداری ورکړ
شمالي کوریا امریکا متحده ایالتونو ته خبرداری ورکړ.
په داسې حال کې چې په سیمه کې د امریکا او جنوبي کوریا د ګډو پوځي تمرینونو او د شمالي کوریا د توغندیو ازموینو د کوریا په ټاپووزمه کې کړکېچ زیات کړی، د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون خور او د دغه هېواد د کارګر ګوند د مرکزي کمیټې مرستیالې کیم یو جونګ د امریکا متحده ایالتونو ته د ګواښ په څیر خبرداری ورکړ.
د شمالي کوریا د ولسمشر خور او د کارګر ګوند د مرکزي کمیټې مرستیالې ویلي دي چې د سویلي کوریا رسنیو یو راپور خپور کړ چې پکې "د هند - آرام سمندر په سیمه کې د امریکا د ځواکونو قوماندان له قوله ویل شوي دي " که چیرې په آرام سمندر کې یو بین البراعظمي بالستیک توغندی وتوغول شي، دوی به سمدلاسه په هوا کې له منځه یوسي." هغې وویل " پدې نه پوهیږي چې ایا د امریکا پوځ د خپل دریځ د روښانه کولو په خاطر په حقیقت کې دا ډول نامناسبه څرګندونې کړي دي او که نه ؟ او که چیرې دا د سویلي کوریا د ګوډاګي رسنیو پروپاګند دی. خو که چیرې دا رښتیا وي او که نه ، خو زه تاسو ته وار د مخه په ښکاره ډول خبرداری درکوم. ارام سمندر د امریکا یا جاپان په حاکمیت پورې اړه نلري." هغه امریکا ته خبرداری ورکړ ، که چیرې امریکا په بې طرفه هوا کې
زموږ د ستراتیژیکو وسلو په ازموینو کې لاسوهنه وکړي دا مونږ د جګړې لامل ګنو او سمدلاسه به ورته ډیر سخت او مناسب ځواب ورکړو.
اړوند خبرونه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته خپل دوه ورځنی سفر نن پیل کړ.
پوتین چین ته د خپل سفر نه مخکې د چینایي رسنیو سره هم مرکه وکړه.