امریکا پر ټایوان د اف ۱۶ جنګي الوتکو د توغندیو او تجهیزاتو پلور تصویب کړ
امریکا پر تایوان د ۶۱۹ میلیون ډالرو په ارزښت د F-16 جنګي الوتکو لپاره د توغندیو پلورل تصویب کړل. د ویلو ده چې د امریکا دا پریکړه به د چین او امریکا سره اړیکې لا پسې ترینګلې کړي.
امریکا پر تایوان د ۶۱۹ میلیون ډالرو په ارزښت د F-16 جنګي الوتکو لپاره د توغندیو پلورل تصویب کړل. د ویلو ده چې د امریکا دا پریکړه به د چین او امریکا سره اړیکې لا پسې ترینګلې کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې پر تایوان د ۱۰۰ «AGM-88B HARM» ډوله رادار ضد توغندیو او ۲۰۰«AMRAAM» ډوله ډوله هوا څخه هوا ویشتونکو توغندیو پلور منظور شوی دی.
په بیان کې ویل شوي، پر ټایوان د ۶۱۹ میلیون ډالرو په ارزښت دا پلور به ، "د تایوان هوایي دفاعي ظرفیت، سیمه ایز امنیت او د امریکا سره به د ګډو عملیاتو وړتیا لوړه کړي."
د امریکا ساخت F-16 جنګي الوتکو لپاره توغندي او تجهیزات د امریکا د دفاعي شرکتونو لاکهید مارتین او رایتیان لخوا تولید شوي دي.
تمه کیږي چې د وسلو د پلور تصویب به د چین غبرګون را وپاروي، چې تایوان د خپلې خاورې یوه برخه ګڼي.
د چین د سوداګرۍ وزارت د وسلو د پخوانیو پلورلو له امله پر دواړو شرکتونو د وارداتو او صادراتو بندیز لګولی و.