د اوکراین لوی درستیز خبر ورکړ چې د روسیې پوځ د بهموت په لور پرمختګ ته دوام ورکوي.

د اوکراین د لوی درستیزوالۍ  له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې روسیه په کوپیانسک، لیمان، بهموت، اودیویکا او شاترسک سیمو کې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

1953762

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې روسي عسکرو په خارکیف سیمه ۳ توغندیز بریدونه ترسره کړي، چې له امله یې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د روسیې پوځ ۱۶ هوايي بریدونه هم کړي، چې ۲ یې د شاهد ۱۳۶ ډوله بې پیلوټه الوتکو سره کړي دي.

په بیان کې دې ته په اشارې سره چې ټول اوکراین ته  د توغندیو د بریدونو ګواښ دوام لري،  او یادونه شوې چې روسي ځواکونو تېره ورځ په چرنیهیف، سمي او خارکیف سیمو کې مېشت ځایونه په نښه کړي دي.

په خبرپاڼه کې یادونه شوې ده چې  روسیې د بلګورود سیمې په سرحدي ولسوالیو کې د ټانک ضد موانع نصب کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې  روسیې د کوپیانسک او لیمان په استقامتونو تعرضي عملیات ترسره کړي، خو په شا تنبول شوي دي. "روسیه د بهموت په لور پرمختګ ته دوام ورکوي، د بهموت ښار باندې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي."

په خبرپاڼه کې، زیاته شوې چې روسي ځواکونو د دونیتڅک سیمې په مختلفو ځایونو ناکام بریدونه ترسره کړي. همداشان روسي ځواکونه د زپوروزې او خرسون په لارو کې په دفاعي حالت کې پاتې دي.

اړوند خبرونه