په ایټالیا د ناقانونه کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله د وژل شویو کسانو شمیر ۵۹ تنو ته لوړ شو.

د ایټالیا په کروتون ښار کې د د ناقانونه کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله د وژل شویو کسانو شمیر ۵۹ تنو ته لوړ شو.

1952055

پرون د ايټاليا په جنوبي ښار کروتون کې د ناقانونه کډوالو يوه کښتۍ ډوبه شوه.

ویل شوي چې د ناقانونه کډوال په کښتۍ کې د وژل شویو کسانو شمیر ۵۹ تنو ته لوړ شوی او ۸۰ تنه ژغورل شوي دي.

ایټالیوي رسنیو ویلي چې په وژل شویو کې ماشومان هم شامل دي.

ویل شوي، چې ۲۱ تنه ژغورل شوي کسان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او د یوه تن روغتیايي وضعیت نازک دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د پېښې په اړه په خپل ټولنیزه رسنۍ پاڼه  کې څرګندونې کړې دي.

"یو ځل بیا د ایټالیا په سواحلو کې یو بل وحشتناکه پیښنه رامنځته شوه چې  د ماشومانو په ګډون د لسګونو کسانو ژوند  يي واخیست. زه دا بیا وایم: هرڅوک چې د ښه ژوند په لټه کې وي د خوندیتوب او وقار مستحق دی. هغه وويل: "موږ کډوالو لپاره خوندي او  قانوني لارو ته اړتيا لرو."

اړوند خبرونه