د امریکا د کانګرس یو پلاوي د چین د ټولو غبرګونونو سره سره ټایوان ته سفر وکړ
د امريکا د کانګرس یو څلور کسيز پلاوي تايوان ته چې د چین سره د ملي حاکمیت پر سر جدي اختلافات لري سفر وکړ.
د امريکا د کانګرس یو څلور کسيز پلاوي تايوان ته چې د چین سره د ملي حاکمیت پر سر جدي اختلافات لري سفر وکړ.
د تايوان د سي ان اې خبري اژانس د خبر له مخې، د امریکا د ديموکرات ګوند د استازو مجلس غړي رو خانا، جيک اوچينکلوس او جوناتان جکسن او د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي ټوني ګونزاليز په ګډون يو پلاوی تېره ورځ د پنځه ورځني سفر لپاره ټايوان ته سفر کړی دی.
پلاوي پرون د پيل کړو خپلو رسمي لیدونو کتنو په چوکاټ کې د تایوان د مقننه مجلس له رئیس یو سی کون او د نړۍ په کچه د تایوان د چیپ جوړونې شرکت بنسټ ایښودونکي موریس چنګ سره لیدنه وکړه.
د پلاوي مشري رو خانا د دې سفر د هدف په اړه وويل: دلته زموږ هڅې هيڅکله د چين د تحریکولو لپاره نه دي، زموږ فعاليتونه د ولسمشر جوبايډن له تګلارې سره سمون لري چې له تايوان سره د سيمه ييزې سولې د ټينګښت لپاره د اړيکو پراختيا ته پاملرنه کوي.
دغه پلاوی تمه کیږي چې نن د تایوان له مشرې سای اینګ وین سره لیدنه وکړي. د ویلو ده چې په ۲۰۲۳ کال کې د جنوري په میاشت کې د جمهوري غوښتونکي سناتور توډ یانګ له سفر وروسته، ټایوان ته دا د دویم امریکايي پلاوي سفر دی چې ترسره کیږي.
د امریکا دیموکرات ګوند غړي خانا او اچینکلوس د چین سره د سیالۍ په اړه د استازو جرګې لخوا د نوې جوړه شوې ځانګړې کمیټې غړیتوب هم لري.
د ویلو ده چې د تیر کال د اګست په میاشت کې ټایوان ته د امریکا د ولسي جرګې د پخوانۍ مشرې نانسي پلوسي سفر د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ د کړکېچ لامل شوی وو.
پلوسي د امریکا د ولسي جرګې لومړۍ مشره وه چې د ۲۵ کلونو وروسته ټایوان ته سفر وکړ. د ویلو ده چې پلوسي د چین د ټولو خبرداری او غبرګون سره سره ټایوان ته سفر کړی وو چې د چین له غبرګون سره مخ شو . چین دغه ټاپو د خپلې خاورې یوه برخه بولي . د چين پوځ له ليدنې وروسته د ټاپو په شاوخوا کې پوځي تمرينات پيل کړل.
بېجينګ د «يو چين پر اصولو» ټينګار کوي، د نړۍ له هېوادونو سره د تايوان سره د خپلواکو ډيپلوماتيکو اړيکو له ټينګولو، په ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو سازمانونو کې د هغې له استازيتوب سره مخالفت کوي او ټينګار کوي چې هغه هېوادونه چې ټایوان په رسميت وپېژني، دوې به ورسره خپلې ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړي.