د هالنډ او روسیې ترمنځه ډیپلوماتیک بحران د هرې ورځې په تیریدو ژوریږي
هالنډ د یو زیات شمیر روسي ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه
د هالنډ حکومت ویلي یو شمېر هغه روسي ډیپلوماتان چې د استخباراتو لپاره يي کار کولو له هالنډه وشړي او د روسیې په سنت پیترزبورګ کې به خپلې قونسلګري هم وتړي.
د هالنډ حکومت په رسمي ویب پاڼه کې د خپور شوي بیان له مخې ،
"روسیه د ډیپلوماتیک پرسونل په نامه سره په هالنډ د استخباراتي کارکوونکو د ځای په ځای کولو هڅو ته دوام ورکوي." ددې ترڅنګ روسیې په مسکو کې د هالنډ سفارت او سینټ پیټرزبورګ قونسلګرۍ ته ګمارل شوو هالنډي ډیپلوماتانو ته ویزې نه دي ورکړي.
په بیان کې ویل شوي دي چې هالنډ به په روسیه کې د خپل ډیپلوماتیک پرسونل نه زیات روسي ډیپلوماتیک پرسونل ته په هالنډ کې اجازه ورنکړي او د همدې امله یو شمېر روسي ډیپلوماتان باید له هالنډ څخه ووځي.
په بیان کې راغلي دي هغه روسي دیپلوماتان چې د هالنډ نه د ویستو پریکړه شوې ده هغوې ته له هیواد څخه د وتلو لپاره دوه اونۍ وخت ورکړل شوی او په امستردام کې د روسیې د سوداګرۍ دفتر به د فبرورۍ تر ۲۱ نیټې پورې وتړل شي.
په بیان کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې د روسیې لخوا هالنډي ډیپلوماټانو ته د ویزې د نه ورکولو له امله هالنډ د روسیې په سنټ پیترزبورګ په قونسلګرۍ کې د کافي پرسونل د نشتوالي له امله د فبروري په ۲۰ مه نیټه د خپلې قونسلګرۍ د تړولو پریکړه کړې ده.
د ویلو ده چې روسیې د فبرورۍ په ۲۴ مه یې پر اوکراین له برید یوه میاشت وروسته ۱۷ تنه روس ډیپلوماټان د جاسوسۍ په تور ډیپورټ کړي وو. همداشان روسیې هم د هالنډ ددې اقدام په ځواب کې ۱۵ تنه هالنډي ډیپلوماټان ډیپورت کړي وو.