امریکا پر طالبانو نوي بندیزونه لګوي

امریکا اعلان کړی چې په افغانستان کې د ښځو پر حقونو د بندیزونو په غبرګون کې به د طالبانو موقت حکومت په چارواکو د ویزو اضافي محدودیتونه ولګوي.

1941166
امریکا پر طالبانو نوي بندیزونه لګوي

امریکا اعلان کړی چې په افغانستان کې د ښځو پر حقونو د بندیزونو په غبرګون کې به د طالبانو موقت حکومت په چارواکو د ویزو اضافي محدودیتونه ولګوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي چې دوی به  په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د ادارې د ظلم او تاوتریخوالي پر مقابل کې ځیني  اقدامات ترسره کړي.

بلینکن وویل چې دوی د غیر دولتي امنیتي ډلو او نورو غړو او همدارنګه د طالبانو اوسني او پخواني غړيو چې په افغانستان کې د ښځو پروړاندې د روانو ظالمانه او مستبدو سیاستونو کې مسؤل یا دخیل ګڼل کیږي ویزو اضافي محدودیتونو به پرې ولګول شي.

" پدې بندیزونو کې د داسې کسانو د کورنۍ غړي شامل دي."

بلینکن ددې خبرې په  ټینګار سره  وویل چې طالبانو یو ځل بیا په خپلو پرېکړو د افغانانو هوساینه  ته توجه نکوي، د طالبانو اقداماتو له یو میلیون څخه زیاتې نجونې او ځوانې ښځې له زده کړو بې برخې کړې او زیاتې ښځې له پوهنتونونو او په دولتي او غیرې دولتي ارګانونو او موسساتو کې د کار نه محرومې کړي دي.

انتوني بلینکن د دې په څرګندولو سره چې دوی د طالبانو کړنې په کلکو ټکو غندي، یادونه وکړه چې امریکا هوډ لري چې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو د ودې لپاره تر خپله وسه هڅه وکړي.

وروسته له هغې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ په افغانستان کې طالبان واک ته ورسېدل، ښځې او نجونې د زده کړو په ګډون له خپلو ډېرو حقونو بې برخې دي.

د طالبانو ادارې وروستی ځل د دسمبر په میاشت کې اعلان وکړ چې په پوهنتونونو کې د ښځینه محصلینو تعلیم تر بل خبرتیا پورې وځنډول شو.



اړوند خبرونه