کریسترسن"مونږ دا ولیدل چې د تورکیې او اسلام ضد کړنې په نړۍ کې د سویډن د انځور څومره خراب کړ
د سویډن لومړی وزیر الف کریسټرسن وویل چې "مونږ دا ولیدل چې د تورکیې او اسلام ضد کړنې په نړۍ کې د سویډن د انځور، او په بهر کې د سویډن د امنیت لپاره څومره خطرناکې او ناوړه پایلې لرلی شي."
د سویډن لومړی وزیر الف کریسټرسن وویل چې "مونږ دا ولیدل چې د تورکیې او اسلام ضد کړنې په نړۍ کې د سویډن د انځور، او په بهر کې د سویډن د امنیت لپاره څومره خطرناکې او ناوړه پایلې لرلی شي."
د سویډن لومړي وزیر الف کریسټرسن د سیاسي ګوندونو له مشرانو سره د بندو دروازو تر شا تر لیدو وروسته، په سویډن کې د بیلتون غوښتونکي ترهګریز سازمان PKK/YPG د ملاتړو لخوا جوړو شوو د تورکیې ضد پاروونکو اقداماتو او مظاهرو، د قرآن سوځولو او ناټو ته د سویډن د غوښتنلیک پروسې په اړه څرګندونې وکړې.
هغه وویل "مونږ ولیدل چې یوه ګوډۍ له خپو وځوړول شوه او بیا ورته ولسمشر رجب طیب اردوغان سره شباهت ورکړ شو ، په ستاکهولم کې د تورکیې د سفارت مخې ته قرآن وسوځول شو. که څه هم په سویډن کې دا کار قانوني دی خو د تیرو څو اونیو راهیسې د ځینو کوچنیو ډلو ټپلو او افرادو دا کړنې د غلطو معلوماتو په کمپاین بدل شو. دې مسئلې سویډن په نړۍ کې یو اسلام دښمنه هیواد په توګه معرفي کړ. مونږ ولیدل چې دا به په نړۍ کې د سویډن انځور او په بهر کې د سویډن امنیت لپاره څومره خطرناکې پایلې ولري."
کریسټرسن وویل چې دې کړنو د سویډن مخالفینو ته خدمت وکړ . همداشان هغه د هغه کسانو چې دا کړنې یې ترسره کړي " استفاده شوو احمقانو" په توګه یادونه وکړه.