ستولتنبرګ : امریکا باید د روسیې چین او شمالي کوریا د تهدیدونو په مقابل کې خپل اټومي چترۍ پراخه کړي

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل ، د شمالي کوریا له خوا د اټومي ګواښ د زیاتېدو او  روسیې او چین له خوا د دا ډول وسلو د درلودو په مقابل کې ، اړتیا ده چې امریکا خپل متحد هېوادونه د اټومي وسلو د مخنیوي په طاقت سمبال کړي.

1939483
ستولتنبرګ : امریکا باید د روسیې چین او شمالي کوریا د تهدیدونو په مقابل کې خپل اټومي چترۍ پراخه کړي

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل ، د شمالي کوریا له خوا د اټومي ګواښ د زیاتېدو او  روسیې او چین له خوا د دا ډول وسلو د درلودو په مقابل کې ، اړتیا ده چې امریکا خپل متحد هېوادونه د اټومي وسلو د مخنیوي په طاقت سمبال کړي.

سټولټنبرګ سویلي کوریا ته د خپل سفر په جریان کې ، د پرمختللي مطالعاتو لپاره د CHEY انسټیټیوټ کې په ناسته کې خبرې وکړې ، کوم چې په پلازمینه سیول کې د کوریا په ټاپو وزمه کې د جیو پولیټیکل خطرونو په اړه څیړنې ترسره کوي .

هغه ددې خبرې په ټینګار وویل ، تر هغه چې اټومي وسلې شتون ولري، ناټو به یو "اټومي اتحاد"  په توګه خپل شتوالي ته دوام ورکړي. هغه زیاته کړه په داسې حال کې چې د روسیې، چین او شمالي کوریا اټومي ګواښونه څرګند دي، او دا هیوادونه اټومي وسلې لري  د ناټو د متحدینو لکه امریکا  او فرانسې لخوا د اټومي وسلو پریښودل په اصل کې یو ستر خطر رامنځته کوي .

"تر هغه چې اټومي وسلې شتون ولري ، په ځانګړي توګه د روسیې په څیر استبدادي قدرتونه چې ددې وسلو  د ساتلو او متحرک کولو په برخه کې پانګوونه کوي او په چین کې  چې ددې ډول وسلو  ډیریدل او استفادې ته چمتووالی دوام لري  او شمالي کوریا لخوا تهدیدونه دوام ولري د امریکا لخوا خپل متحد هیوادونه د اټومي وسلو د مخنیوي په طاقت او توان سمبالول به هم ځانګړی اهمیت ولري.

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ددې اړتیا شتون لري چې سویلي کوریا د امریکا نه اټومي وسله ترلاسه کړي؟ وویل :

"دا مهمه ده چې پوه شو چې زمونږ هدف څه دی؟  د ناټو ځینې متحدین او ځینې شریکان، لکه سویلي کوریا، اټومي وسلې نه لري، مګر د امریکا  خوا د اټومي مخنیوي چترۍ څخه ګټه پورته کوي. مونږ غواړو چې امریکا خپلې دې ټومي چترۍ  ته وسعت ورکړي.

د ناټو عمومي منشي پرون په دوه ورځني سفر جنوبي کوریا ته ولاړ.سټولټنبرګ د بهرنیو چارو له وزیرې پارک جین سره په لیدنه کې د اوکراین په جګړه کې د روسیې لپاره د شمالي کوریا ملاتړ ته په اشارې سره، په نړیواله کچه د "نړیوال امنیت" هڅو پر اهمیت ټینګار وکړ.



اړوند خبرونه