روسیه : لویدیځ د اوکراین څخه د روسیې پر ضد د یوې «هایبرډ جنګي وسیلې» په توګه کار اخلي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، لوېدیځ له اوکراین څخه د روسیې پر ضد د یوې «هایبرډ جنګي وسیلې» په توګه کار اخلي.

1937846

لاوروف  دا څرګندونې د انګولا  په پلازمینه لواندا کې د نوموړي هیواد د بهرنیو چارو له وزیر تیت انتونیو سره له لیدنې وروسته په یوه ګډه خبري غونډه کې وکړې. هغه  وویل چې لویدیځ له اوکراین څخه د دغه هېواد د روسي ژبو وګړو پر وړاندې د استعماري تګلارې د عملي کولو لپاره د یوې ذریعې په توګه  کار اخلي.

هغه زیاته کړه "له ډیرو کلونو راهیسې، لویدیځ له اوکراین څخه په مستقیم ډول زمونږ د هیواد په وړاندې د هر اړخیزې جګړې د وسیلې په توګه کار اخلي."

لاوروف وویل چې اوکراین د روسیې پر ضد د ښکاره دښمنۍ د لید او د اوکراین د  خاورې نه  د روسیې امنیت ته د مخامخو ګواښونو د مخنیوي لپاره "ځانګړي پوځي عملیات" ترسره کړي دي.

د انګولا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو وویل چې دوی له روسیې سره تاریخي اړیکو ترڅنګ له اوکراین سره هم اړیکې لري او دا مسئله  په پام کې نیسي.

مونږ د بهر نه د نه مداخلې اصولو ته ژمن یو.

انتونیو په اوکراین کې د جګړې په اړه د خبرو او اوربند غوښتنه وکړه.

اړوند خبرونه