د روانډا پوځ د کانګو دیموکراتیک جمهوریت جنګي الوتکه وویشتله.
د روانډا لخوا خطرناک اقدام .
د روانډا پوځ د کانګو دیموکراتیک جمهوریت جنګي الوتکه وویشتله.
ویل کیږي روانډا پوځ وروسته له هغه د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت جنګي الوتکه وویشتله، چې درې ځله یې د دوی له فضايي حریم څخه سرغړونه کړې وه.
د روانډا د رسنیو د خبر له مخې ، په ځايي وخت د مازیګر په پنځو بجو او ۳ دقیقو د کانګو دیموکراتیک جمهوریت اړوند یوې سو خو ۲۵ ډوله جنګي جټ الوتکې د روانډا هوايي حریم څخه درې ځله سرغړونه وکړه.
د روانډا پوځ الوتکه د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت جنګي الوتکه دوی له فضايي حریم څخه درې ځله د سرغړونې نه وروسته وویشتله. ویشتل شوې الوتکه د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت په ګوما ښار کې اضطراري ناسته وکړه. د ویشتو نه وروسته الوتکې اور اخیستی وو چې د هوايي ډګر د اور وژنې څانګې لخوا مړ کړی شو.
د ویلو ده چې کانګو دیموکراتیک جمهوریت روانډا د هیواد په ختيځ کې د مارچ ۲۳ مې د غورځنګ نه چې ددې هیواد په ختیځ کې په بریدونو کې په لسګونو تنه وژلي وو په ملاتړ تورن کړی وو.
ددې پیښې نه وروسته د دواړو هیوادونو اړیکې ترینګلې شوي دي.