د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په لوونګا سیند کې یوه کښتۍ ډوبه شوه.
په کانګو ډیموکراتیک جمهوریت کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله ۱۴۵ تنه لا درکه شوي دي
1935492
د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په لوونګا سیند کې یوه کښتۍ ډوبه شوه.
د باسانکوسو په ښارګوټي کې د مدني ټولنو یو تن چارواکي ژان پییر وانګیلا، وویل چې کښتۍ له د کانګو دیموکراتیک جمهوریت څخه ګاونډي کانګو جمهوریت ته روانه وه چې مالونه او څاروي پکې بار وو او د ډیر زیات بار له امله ډوبه شوه. وانګیلا وویل چې په کښتۍ کې د سپرو مساپرو نه لږترلږه ۱۴۵ کسان لا درکه شوي دي .
هغه ویلي دي چې په سیمه کې بل ډول ټرانسپورتي وسایطو د نشتوالي له امله د سیمې خلک له دې کښتیو څخه کار اخلي .
د پيښې نه وروسته په سیمه کې د ژغورنې چارې پیل شوي دي . د ژغورنې د چارو په ترڅ کې تر دې دمه له کښتۍ څخه شاوخوا ۵۵ تنه ژغورل شوي دي.
د پاتو کسانو د ژغورولو او موندولو لپاره هلې ځلې دوام لري. خو داسې ګمان کیږي چې پدې پیښه کې به په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی وي.