په اوکراین کې د کورنیو چارو د وزیر او د هغه د مرستیال چورلکې سقوط وکړ.
د اوکراین پلازمېنې کییف ته څېرمه د یوې چورلکې د غورځېدو په پایله کې د کورنیو چارو وزیر ډینس موناستیرسکي او د هغه د مرستیال په ګډون ۱۸ کسان وژل شوي دي.

د کییف د ښار والي اولیکسي کولیبا اعلان وکړ چې پلازمینه کیف ته نږدي یوې چورلکې چې د کورنیو چارو وزیر او د هغه مرستیال پکې سپاره ول سقوط کړی چې په نتیجه کې د کورنیو چارو وزیر او د هغه د مرستیال په ګډون ۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۲۹ تنه نور ټپیان شوي دي. د ټپیانو نه ۱۵ تنه يي ماشومان دي.
د اوکراین د پولیسو مشر ایګور کلیمینکو وویل چې موناستیرسکي او د هغه مرستیال یوګیني ین د چورلکې د لوېدو په پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د اوکراین د رسنیو د خبر له مخې چورلکه د یو وړکتون سره نږدې غورځیدلې او په سیمه کې اورلګیدنه رامنځته شوې ده .
په ورته وخت کې، د اوکراین د کورنیو چارو وزارت سلاکار، انتون ګیراشینکو، د خپل ټولنیز رسنیو حساب فیسبوک له لارې ویلي دي چې ،"د دې تراژیدۍ لاملونه د پلټونکو لخوا څیړل کیږي. د څیړونو نه وروسته به معلومه شي چې ایا دا پیښه د سبوتاژ، تخنیکي ستونزې او که د الوتنې د امنیت د قوانیو نه د سرغړونې په نتیجه کې رامنځته شوې ده .