په اندونیزیا کې د ریښتر په کچه ۷ په شدت سره زوروره زلزله رامنځته شوې.
په اندونیزیا کې د ریښتر په کچه د ۷ او ۶ په لویوالي سره دوه جلا جلا زلزلې رامنځته شوي دي
1934285
په اندونیزیا کې د ریښتر په کچه ۷ په شدت سره زوروره زلزله رامنځته شوې.
د امريکا د جيولوجيکي سروې ادارې اعلان وکړ، چې د زلزلې مرکز د هېواد په ختيځ کې د هالماهیرا ټاپو د توبيلو سيمې شمال لوېديځ په ۱۵۴ کيلومترۍ کې و. زلزله د ځمکې د ۴۸ کيلومترو په ژوروالي کې رامنځته شوې ده .
د ویلو ده چې د ریښتر په کچه د ۷ درجې په شدت سره له زلزلې وروسته د توسونامي خبرداری ورکړل شو.
له بلې خوا د امريکا د جيولوجيکي سروې ادارې اعلان وکړ چې د اندونیزیا د ګورونتالو ښار سویل ختیځ په ۶۱ کیلومترۍ کې د ریښتر په کچه د ۶ په لویوالي سره یوه بله زلزله هم رامنځته شوې ده .
ویل شوي، چې دغه زلزله ۱۵۲،۵ کیلومتره د مځکې لاندې ثبت شوې ده.
له زلزلې وروسته د کوم ځاني او مالي زیان راپور نه دی ورکړل شوی .