سویډن : د ناټو په سازمان کې د غړیتوب په مسئله کې د تورکیې پریکړې ته درناوی کوو
د سویډن لومړي وزیر الف کریسترسن وویل چې هیواد یې په ناټو سازمان کې د غړیتوب په مسئله کې د تورکیې د پریکړې درناوی کوي.
د سویډن لومړي وزیر الف کریسترسن وویل چې هیواد یې په ناټو سازمان کې د غړیتوب په مسئله کې د تورکیې د پریکړې درناوی کوي.
الف کریسټرسن په پلازمینه ستاکهولم کې د اروپايي ټولنې د شورا له رئیس چارلس میشل سره وکتل.
کریسټرسن له غونډې وروسته په ګډه خبري غونډه کې وویل، له تورکیې سره د ناټو غړیتوب په اړه خبرې اترې په نورمال حالت کې روانې دي او زیاته یې کړه" زه فکر کوم چې تورکیه په ناټو سازمان کې د سویډن د غړیتوب د تصویب په برخه کې مثبت نظر لري او په نتیجه کې وروستۍ پریکړه تورکیه کوي. "
هغه ددې خبرې په یادولو سره چې د ناټو ۲۸هیوادونو د سویډن د ناټو غړیتوب تصویب کړی دی وویل، مونږ د هر هیواد د تصویب پروسې ته درناوی لرو. سویډن او فنلند د تیر کال د جون په میاشت کې د ناټو په سرمشریزه کې د تورکیې سره یو درې اړخیز تفاهم لیک لاسلیک او پدې تفاهم لیک کې د شوو ژمنو پوره کولو هڅه کوو. لکه څنګه چې مو مخکې وویل، قضایه قوه پدې برخه کې پریکړه کوي، زه د تورکیې د پریکړې درناوی کوم."