په روسیه کې د اوکراین سره په پوله کې د وسلو او مهماتو په یوې زیرمه کې درنده چاودنه شوې .

په روسیه کې د وسلو په یوې زیرمه چاودنه شوې

1933112
په روسیه کې د اوکراین سره په پوله کې د وسلو او مهماتو په یوې زیرمه کې درنده چاودنه شوې .

په روسیه کې د اوکراین سره په پوله کې د وسلو او مهماتو په یوې زیرمه کې درنده چاودنه شوې .

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د روسیې په بلګورود ښار کې چې له اوکراین سره پر پوله پروت دی، د وسلو په یوه زېرمه کې چاودنه شوې ده. ویل شوي، چې چاودنه په یوه فرهنګي مرکز کې چې د اوکراین د جګړې له امله د وسلو په یوه زېرمه بدل شوی، د لاسي بم د ناسمې استفادې له امله رامنځ ته شوې ده.

 د روسیې رسنیو د  خبر له مخې پدې چاودنه کې تیر کال د اکتوبر په میاشت کې د اعلان شوې سفر برۍ په ترڅ کې راوړل شوو کسانو ته ځاني تلفات اوښتي دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې پیښه کې لږ تر لږه ۳ تنه مړه او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

ویل کیږي کیدای شي چې د مرګ ژوبلې رقم لوړ شي.



اړوند خبرونه