په کانګو ډیموکراتیک جمهوریت کې په یوې کلیسا کې د یکشنبې د دینې مراسمو پر مهال چاودنه وشوه.

په کانګو ډیموکراتیک جمهوریت کې په کلیسا بمي برید شوی

1933095
په کانګو ډیموکراتیک جمهوریت کې په یوې کلیسا کې د یکشنبې د دینې مراسمو پر مهال چاودنه وشوه.

په کانګو ډیموکراتیک جمهوریت کې په یوې کلیسا کې د یکشنبې د دینې مراسمو پر مهال چاودنه وشوه.

د کانګو د ډیموکراتیک جمهوریت په ختیځ کې، د یوګانډا پولې ته څېرمه، د کاسیندي په ښار کې د پروتستانت کلیسا  باندې د یکشنبې د ورځې د دیني  مراسمو پر مهال  بمي برید وشو.

د لومړنیو راپورونو له مخې په برید کې لږ تر لږه ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.  د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت د پوځ ویاند انتوني مولوشي رسنیو ته ویلي دي چې ، ددې برید تر شا په لوی احتمال د داعش ترهګرې ډلې اړوند د دیموکراتیک اتفاق ځواکونه شتون ولري. په تحقیقاتو کې لومړنیو نښو او نښانو دا ښودلې ده چې دا برید د ډیموکراتیک اتفاق ځواکونو لخوا شوی دی.  

د سیمې یو تن  مسئول  چارلس اومیونګا په یوه بیان کې وویل چې ممکن د مرګ ژوبلې شمیره لوړه شي. هغه ویلي دي چې د ډیموکراتیک اتفاق ځواکونو په ۲۰۱۹ کال کې داعش ترهګرې ډلې ته بیعت وکړ او دا ډله په ۲۰۱۴ کال کې رامنځته شوې ده . هغه ویلي دي چې دې ډلې د خپل تاسیس د ورځې یعنې د ۲۰۱۴ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره پدې ښار برید کړی دی. دې ترهګرې ډلې او داعش ددینه مخکې په یو زیات شمیر نورو سیمو په لسګونو بریدونه کړي چې په نتیجه کې په سلګونو ملکي وګړي وژلي دي.



اړوند خبرونه