په  امریکا متحده ایالتونو کې ، ایلینوس  په ایالت کې د وسلو په پیر پلور او ګرځولو بندیز ولګول شو.

په امریکا کې ټر ټولو د لوړ جرمي‌ ګراف لرونکي‌ ایالت کې په وسلو بندیز ولګول شو

1931716
په  امریکا متحده ایالتونو کې ، ایلینوس  په ایالت کې د وسلو په پیر پلور او ګرځولو بندیز ولګول شو.

په  امریکا متحده ایالتونو کې ، ایلینوس  په ایالت کې د وسلو په پیر پلور او ګرځولو بندیز ولګول شو.

ایلینوس وروستی ایالت شو چې په هیواد کې یې په  وسلو بندیز ولګو.

د ویلو ده شیکاګو، چې د دغه ایالت تر ټولو لوی ښار دی،  جرمونو د ګراف له پلوه په امریکا کې د جرم د  ښار په نوم هم یادېږي. یو له هغو ځایونو څخه دی، چې په هېواد کې تر ټولو ډېر وسله وال بریدونه  پکې کېږي. په امریکا کې د  هغو ایالتونو شمیر چې  د وسلو په پیر پلور  او ملکیت لرولو بندیز لګول شوی دی  نهو ته لوړ شو.

د ایلینوس ایالت د پارلمان لخوا  د "ایلینوس د ټولنو د ساتنې قانون"  تصویب شو  چې وروسته د  والي پریتزکر لخوا لاسلیک او نافذ شو.

پریتزکر په یوه بیان کې ویلي دي "مونږ ویاړو چې نن ورځ په هیواد کې یو له خورا خطرناکو  وسلو باندې بندیز لګوو ، مونږ د خپل ایالت  له سړکونو څخه د خورا خطرناکو وسلو لرې کولو ژمنه پر ځای کوو. زه ددې قانون په لاسلیکولو افتخار کوم."

د بله پلوه د ایلینوس ایالت د ټوپک لرونکو  ټولنې لخوا په خپور شوي بیان کې  ، یادونه شوې چې دا  قانون به په ایالت کې دوه نیم میلیون تنه انسانان  اغیزمن کړي چې ټوپک لري . په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې دوې به ددې قانون د لغوه کولو په خاطر مکمې ته مراجعه وکړي.

دا نوی قانون د اتومات یا نیمه اتوماتیک وسلو پیر او  پلور او ګرځولو سربیره د لوړ ظرفیت لرونکي‌ شارژورونه او ګرمو وسلو باندې بندیز لګوي.

د شیکاګو   ښار د  ایالت تر ټولو لوی ښار دی، چې په هرو ۱۰۰۰ اوسېدونکو کې ۳۳ مجرمین دي. په داسې حال کې چې په ۲۰۲۲ کال کې په دغه ښار کې ۲۶۰۰ وسله وال بریدونه شوي چې ۶۳۰ کسان پکې وژل شوي دي.

په هیواد کې د واشنګټن ډي سي او ایلینوس په ګډون ۹ ایالتونو د نیمه یا بشپړ اتوماتیک برید وسلو پير پلور او ملکیت منع کړی دی.

تېر کال د جولای د څلورمې د خپلواکۍ د ورځې د لمانځلو پر مهال د ایلینوس ایالت په هایلنډ پارک کې د وسله والو په برید کې ۷ تنه ووژل شول او ۳۰ نور ټپیان شول.



اړوند خبرونه