په سینیګال کې د یوې ټرافیکي پیښې په نتیجه کې ستره فاجعه رامنځته شوه.

د سينيګال په جنوب لويديځ کي د يوې ترافيکي پيښي له امله ۳۸ تنه مړه او ۷۸ نور ټپيان شوي دي.

1929634

د سینیګال د ملي اور وژنې خدماتو ادارې  لخوا د خپور شوي بیان له مخې، ۲ بسونه د پلازمینې ډاکار څخه ۲۵۰ کیلومتره لرې کفرین ښار ته نږدې ټکر شوي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې پیښه کې ۳۸ تنه مړه او ۷۸ تنه ټپیان شوي دي.

ولسمشر ماکي سال د خپل ټویټر پانې له لارې په خپور کړي پيغام کې  د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.

سال ددې غمیزې له امله  د نن څخه په اعتبار سره  درې ورځې ملي ماتم اعلان کړ.

د ویلو ده چې ددې ټرافیکي پیښې لامل تر اوسه پورې معلوم ندی. چارواکیو ویلي دي چې د پیښې په اړه تحقیقات پیل کړي دي.

اړوند خبرونه