د پولنډ لومړي وزیر ویلي دي چې په هیواد کې د اعدام د سزا د بیا پیلیدو ملاتړ کوي.
د پولنډ لومړي وزیر ماتیوس موراویڅکي ویلي دي چې په هیواد کې د اعدام د سزا د بیا پیلیدو ملاتړ کوي.
د پولنډ لومړي وزیر ماتیوس موراویڅکي ویلي دي چې په هیواد کې د اعدام د سزا د بیا پیلیدو ملاتړ کوي.
موراویڅکي، چې په خپل فیسبوک پاڼه کې د پوښتنو او ځوابونو یوه غونډه جوړه کړې وه، د ښاریانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.
موراویڅکي وویل چې هغه د اعدام د سزا په اړه د کلیسا له نظر او لید سره موافق نه دی. "زه فکر کوم چې پدې مسئلې په ټولیزه توګه باید له سره غور وشي. د ډیرو جدي جرمونو لپاره باید د مرګ سزا ورکړل شي."
په پولنډ کې د مرګ سزا په ۱۹۹۸ کال کې لغوه شوه. تر ټولو وروستی اعدام شوی کس اندریز کازابانسکي و، چې د ۱۹۸۸ کال په اپریل میاشت کې په یوې ښځې د جنسي تیري او وژلو او د هغې د دوو لوڼو د وژلو د هڅې په تور اعدام شو.
په پولنډ کې ډیری سیاسي ګوندونه د اعدام د سزا له بیا پیل سره مخالفت کوي، خو د واکمن قانون او عدالت ګوند ځینې غړي د اعدام د سزا د بیا پیلولو ملاتړ کوي.