شمالي کوریا نوی میلادي کال د توغندي په ازمایښت سره پیل کړ
جنوبي کوریا او جاپان خبر ورکړی چې شمالي کوریا د ۲۰۲۳ کال په لومړیو ساعتونو کې د بالستیک توغندي ازموینه کړې ده.
جنوبي کوریا او جاپان خبر ورکړی چې شمالي کوریا د ۲۰۲۳ کال په لومړیو ساعتونو کې د بالستیک توغندي ازموینه کړې ده.
د سویلي کوریا د لوی درستیز دفتر لخوا په وینا، د لنډ واټن بالستیک توغندی په سیمه ایز وخت شاوخوا د شپې په ۲ بجو او ۵۰ دقیقو د ریون سونګ سیمې څخه وتوغول شو.
دغه بالستیک توغندی چې د جاپان د بحیرې (ختیځ سمندر) په لور توغول شوی وو، په هوا کې له ۴۰۰ کیلومتره واټن وهلو وروسته په سمندر کې ولوید.
د لوی درستیز دفتر لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې ، "زمونږ پوځ د شمالي کوریا پاروونکو اقداماتو ته د خورا قوي ځواب ورکولو وړتیا پراساس د چمتووالي قوي دریځ ساتي."
د جاپان د دفاع وزیر هامادا یاسوکازو تایید کړه چې دغه توغندی چې شاوخوا سل کیلومتره ارتفاع ته رسېدلی، د جاپان له ځانګړي اقتصادي زون بهر غورځېدلی دی.
د جاپان حکومت د توغندیو له ازموینو وروسته په پیونګ یانګ کې د جاپان د سفارت له لارې شمالي کوریا ته دیپلوماتیک اعتراض واستاوه.
د امریکا د هند – پاسیفیک د قوتونو قوماندانې ویلي دي چې د شمالي کوریا د غیرې قانوني وسلو دا ډول ازمایښټونه د سیمې د استقرار او ثبات ته ستر ګواښ مخامخ کړی دی .