ایران په تهران کې د ایټالیا سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.
د ایران او ایټالیا لخوا په متقابل ډول سره د یو بل سفیر احضارول
ایران په تهران کې د ایټالیا سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.
په تهران کې د ايټاليا سفير جيوزیپ پيرون د ايران د کورنيو چارو په اړه د ايټاليا د چارواکو د څرګندونو له امله د د بهرنيو چارو وزارت ته احضار شو. د ایران د بهرنیو چارو د وزارت له خوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې په تهران کې د ایټالیا سفیر جوزیپ پیرون د ایران د کورنیو چارو په اړه د ایټالیا د چارواکو د څرګندونو له امله د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شوی دی.
په بیان کې راغلي دي چې سفیر پیرون ته د مسلې په اړه د ناخوښۍ یو یادداشت ورکړل شوی او ویلي یې دي چې د ایران په کورنیو چارو کې د ځینو ایټالوي چارواکو مداخله د دغه هیواد سفیر ته مطرح شوې ده . سفیر ته ددې خبرې په ټینګار ویل شوي چې د بشری حقوقو په اړه دوه اړخیزه چلند د ایران د اسلامی جمهوریت لپاره د منلو وړ نه دی . همداشان سفیر ته ویل شوي دي مقابل لوري لخوا د غیر قانونی د بندیزونو په لګولو سره د ایران د ملت حقوق تر پښو لاندې کړی او د ایران د خلکو ګټو ته یې سخت زیان رسولی دی.
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني پرون په روم کې د ایران سفیر محمد رضا صبوري په ایران کې د مظاهره چیانو پر وړاندې د اعدام د سزا او تاوتریخوالي په غبرګون کې د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.
د بله پلوه د ایټالیا لومړۍ وزیرې هم ویلي وو چې نور په ایران کې د بشري حقونو د تیریو زغم نلري.