امریکا د تګزاس په سرحدي ښارګوټي ایل پاسو کې د ناقانونه کډوالو لپاره د خیمو په درولو پيل کړی
د امریکا د تکزاس ایالت په سرحدي ښارګوټي ایل پاسو کې د ناقانونه کډوالو د احتمالي څپې د مدیریت لپاره د ۱۰۰۰ تنو په ظرفیت د خیمو په وهلو پيل کړی دی.
د امریکا د تکزاس ایالت په سرحدي ښارګوټي ایل پاسو کې د ناقانونه کډوالو د احتمالي څپې د مدیریت لپاره د ۱۰۰۰ تنو په ظرفیت د خیمو په وهلو پيل کړی دی.
د امریکا د ګمرکونو او سرحدونو محافظت ویاند لینډن هچنس CNN ته وویل چې دا خیمې به د امریکا د سرحدي ګزمو لخوا مدیریت شي.
"دا تاسیسات، چې د نږدې ۱۰۰۰ تنو غیرقانوني کډوالو د ساتلو ظرفیت لري، د امریکا د قانون سره سم به غیرقانوني کډوالو پروسس چارې به پکې ترسره شي. "
هچنز وویل چې د خیمو نصبول چارې لاهم دوام لري او دا به په جنوري په میاشت کې استفادې ته چمتو شي.
د امریکا د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د مشرۍ په دوره کې د سرلیک ۴۲ په نامه نافذ شوی د غیرې قانوني کدوالو د ډیپورتولو په خاطر جوړ شوی د ۴۲م قانون د لغوه کولو په اړه د بحثونو نه وروسته د امریکا د داخلي امنیت وزارت په پولو کې د کډوالو د احتمالي څپې د مدیریت په خاطر د لسو خیمو د درولو د پلان نه خبر ورکړی وو.
د ویلو ده چې پدې وروستیو کې د مکسیکو له لارې امریکا ته د غیرې قانوني کډوالو په تګ راتګ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د امریکا پخواني ولسمشر ټرمپ ددې کډوالو د مخنیوي په خاطر ځیني جدي اقدامات ترسره کړي وو چې بایدن بیا پدې اړه نرمښت ښودلی دی.