داځل د امریکايي سرتیرو کورنیو د لافارج فرانسوي شرکت پر خلاف اقامه د دعوا وکړه

د داعش ترهګرې ډلې لخوا د وژل شوو امریکايي سرتیرو کورنیو د فرانسې د سمنټو شرکت لافارج په  خلاف چې په سوریه کې یې د داعش او النصره ډلې ته د رشوت ورکولو په جرم اعتراف کړی وو اقامه د دعوا کړې ده .

1923626

امریکا حکومت لخوا د ترهګرۍ سره د مالي ملاتړ په تور د شرکت په وړاندې د لومړۍ دعوې په پایله کې، شرکت په جرم اعتراف وکړ او ۷۷۸ میلیون ډالر جریمه شوو.

داځل د وژل شوو امریکايي سرتیرو  کورنیو د لافارج شرکت پر خلاف اقامه د دعوا کړې او  ویلي دي چې د لافارج د خپلو اقتصادي ګټو په خاطر داعش ته اجازه ورکړې چې د امریکایانو په ګډون بې ګناه ملکي وګړي ووژني.

د ویلو ده چې  مدعیان د هغو دریو امریکایی پوځیانو کورنۍ دی چې د داعش ترهګرې ډلې لخوا په ترسره شوو بریدونو کې وژل شوي او ددې بریدونو مسئولیت هم داعش په غاړه اخیستی وو.

هغو کورنیو چې دعوه یې کړې، ټینګار کوي چې دغه شرکت د خپلو اقتصادي ګټو لپاره ترهګري تمویلوي.

د دې کورنیو د مدافع وکیلانو ویلي دي چې  "لافارج لا دمخه په فدرالي جرمونو اعتراف کړی او داعش ته یې د ملیونونو ډالرو په ورکولو اعتراف کړی دی. د دې قضیې هدف دا دی چې لافارج د هغو سرتیرو کورنیو ته حساب ورکړي چې د هغه د ناوړه او غیر قانوني چلند له امله ویجاړ شوي دي."

وکیلانو دا هم وویل چې دوی تمه لري نورې کورنۍ به په قضیه کې برخه واخلي.

اړوند خبرونه