د ټایلنډ د سمندري ځواکونو اړوند یوه جنګي بیړۍ د ټایلنډ په خلیج کې په اوبو کې ډوبه شوه.
د ټایلنډ د یوې جنګي بیړۍ د ډوبیدو له امله په لسګونو تنه سرتیري لا درکه شوي دي
1920584
د ټایلنډ د سمندري ځواکونو اړوند یوه جنګي بیړۍ د ټایلنډ په خلیج کې په اوبو کې ډوبه شوه.
د ویلو ده چې ده پیښه د سهار په وختي ساعتونو کې رامنځته شوه. د پیښې د رامنځته کیدو نه وروسته د ژغورنې ډلې سیمې ته واستول شوې.
د ژغورنې ډلو ۷۵ تنه سمندري ځواکونه وژغورل شو او ۳۱ تنه لا درکه شوي چې د موندولو په خاطر يي لټون دوام لري.
د ټایلنډ سمندري ځواکونو د لا درکه شوو سرتیرو د موندولو په خاطر سیمه کې جنګي بیړۍ او چورلکې ځای په ځای کړي دي.
ویل کیږي د لا درکه شوو سرتیرو د موندولو او ژوندي ژغورولو په خاطر د وخت سره مبارزه دوام لري. هره شيبه د هغوې د ژوندي پاتې کیدو چانس کموي.
د ویلو ده چې پدې وروستیو کې د ټایلنډ شمالي او منځنۍ برخې د ډیر سختو توپانونو او سیلاونو شاهدي کوي.