روسیې د اوکراین په پلازمینه کیف د بې پیلوټه انتحاري الوتکو سره بریدونه کړي دي.
په کیف کې د درندو چاودنو غږونه اوریدل شوي
1918595
روسیې د اوکراین په پلازمینه کیف د بې پیلوټه انتحاري الوتکو سره بریدونه کړي دي.
د اوکراین د پلازمینې کیف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، ددوې دافع هوا ځواکونو نن سهار لس بې پیلوټه الوتکې په ښار او شاوخوا سیمو کې ویشتل شوي دي.
کلیچکو د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې ،
"هوايي دفاعي ځواکونو د کیف په سیمه او د پلازمینې په اوږدو کې ټولټال لس بې پیلوټه الوتکې رانسکورې کړې."
کلیچکو وویل چې نن د سهار په وختي ساعتونو کې ، د پلازمینې کیف د شیوچینکیوسکي ولسوالۍ کې چاودنې شوي او په کیف په مرکز کې هم په ځایي وخت شاوخوا شپږ نیمې بجې د چاودنو غږونه اوریدل شوي.
هغه پدې بریدونو کې د اوښتو ځاني او مالي تلفاتو په اړه څه ندي ویلي.