د ایټالیا جنګي الوتکې سقوط وکړ
د ايټاليا د هوايي ځواک اړوند يوې ایرو فایټر ټایفون ډوله جنګي الوتکه د سيسيلي ټاپو په لويديځ کې په سمندر کې سقوط وکړ.
1918865
د ايټاليا د هوايي ځواک اړوند يوې ایرو فایټر ټایفون ډوله جنګي الوتکه د سيسيلي ټاپو په لويديځ کې په سمندر کې سقوط وکړ.
د ايټاليا د رسنیو د خبر له مخې ، د ايټاليا د هوايي ځواک له جنګي الوتکې سره چې له روزنيز الوتنې وروسته د سيسيلي ټاپو په تراپاني برګي هوايي ډګر کې خپلې اډې ته ستنه شوې وه، اړيکه پرې شوه.
په خبر کې ویل شوي، په هغه سیمه کې چې الوتکې سقوط کړی د چورلکو پر ملاټړ د پلټون عملیات دوام لري. د الوتکې د سقوط لامل معلوم ندی . د الوتکې پیلوټ پدې پیښه کې ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ایټالیا لومړي وزیر جیورجیا میلوني وویل چې د الوتکې د پیلوټ برخلیک معلوم شو. پدې پیښه کې هغه ژوند د لاسه ورکړی دی.
الوتکه د تعلیمي الوتنې پر مهال سقوط شوی ده.