اروپايي ټولنې پر ایران نوي  بندیزونه ولګول.

اروپايي ټولنې پر ایران د بندیزونو نوې بسته اعلان کړه

1918225
اروپايي ټولنې پر ایران نوي  بندیزونه ولګول.

اروپايي ټولنې پر ایران نوي  بندیزونه ولګول.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو له غونډې وروسته د اروپايي شورا له خوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د مهسا امیني له مړینې وروسته په ټول هېواد کې په مظاهرو کې  مظاهره کوونکو سره د ناوړه چلند او سختو مداخلو  له امله ۲۰ تنه ایراني وګړي او ارګان د بندیزونو په لست کې شامل کړی شول.

په دغو شلو کسانو کې د ایران د پوځ لوی درستیز جنرال عبدالرحیم موسوي او د هغه اړوند ولایتي  قوماندانان، د کورنیو چارو وزارت مرستیال مجید میراحمدي، د ایران د راډیو ټلویزیون مشر پیمان جبلي او د هغه مرستیال محسن برمهاني ، یو شمېر خبریالان  او د  کارپوهانو د شورا غړی احمد خاتمي شامل دي.

ویل شوي هغه ارګان چې د بندیزونو په لست کې شامل شوی دی  IRIB دی.

په بیان کې راغلي دي چې په ځینو ایراني چارواکیو په اوکراین په روانه جګړه کې روسیې ته د وسلو او مهماتو د ورکولو له امله بندیزونه لګول شوي دي

د ایران د هوايي ځواک قومندان حمید وحیدي هم  د هغه څلورو تنو په جمع کې دی چې د بندیزونو په لست کې شامل شوي دي.دا کسان  د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا، حاکمیت او خپلواکۍ  ته د تهدید مخامخولو  له امله پدې لست کې شامل شوي دي.

په همدې لست کې هغه څلور موسسې هم شاملې دي چې د ایران د سپاه پاسداران د پوځ لپاره د بې پیلوټه ټکنالوژۍ د څیړنې، پراختیا او تولید چارې ترسره کوي.

په داسې حال کې چې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه دوام لري، اروپايي ټولنې له ایران څخه غوښتي چې د مظاهره کوونکو  د اعدامولو، د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی، د بهرنیو اتباعو خپل سري توقیف، روسیې ته پوځي مرستې، د منځني ختیځ بې ثباته کولو نه لاس واخلي چې اټومي موافقې ته رسیدل يي ستونزمن کړي دي. همداشان د ایران لخوا په خلیج کې د سمندري تګ راتګ ازادۍ  ګواښ غندل شوی دی او پدې هیواد نړۍوالو مکلفیتونو د مراعات کولو غږ شوی دی.



اړوند خبرونه