اندونیزیا یو ځل بیا زورورې زلزلې ولړزو
د اندونیزیا په ختیځ جاوا ایالت کې د ریښتر په کچه ۶ عشاریه ۲ په شدت سره زلزله رامنځته شوه.
د اندونیزیا په ختیځ جاوا ایالت کې د ریښتر په کچه ۶ عشاریه ۲ په شدت سره زلزله رامنځته شوه.
د اندونیزیا د هوا پېژندنې، اقلیم او جیو فزیک ادارې د معلوماتو له مخې په سیمه ییز وخت په یوه بجه او ۷ دقیقو په ختیځ جاوا ایالت کې د ریښتر په کچه د ۶ عشاریه ۲ په شدت سره زلزله رامنځته شوه.
دغه زلزله چې د ځمکې لاندې په لس کیلومترۍ کې رامنځته شوې، د بالي په ټاپو کې هم احساس شوې ده.
ویل شوي، چې ددې زلزلې له امله د سونامي خطر ندی رامنځته شوی.
ځایي چارواکو ویلي چې د زلزلې په نتیجه کې د رامنځته شوو ځاني او مالي تلفاتو د معلومولو په اړه تحقیقات پیل شوي دي.
تېره میاشت هم د لوېدیځ جاوا ایالت په سیانجور سیمه کې د ریښتر په کچه ۵،۶ درجې زلزلې له له امله ۳۰۰ ډېر کسان ژوند د لاسه ورکړی وو.
اندونیزیا د زلزلې او آتش فشان په کمربند کې موقعیت لري چې د "پاسیفیک د اور حلقې " په نوم یادیږي.