د میانمار په یوه کلي کې د ۱۳ تنو روهینګیايي مسلمانانو مړي موندل شوي دي.
په میانمار کې د مسلمانانو وژنې دوام لري
د میانمار په یوه کلي کې د ۱۳ تنو روهینګیايي مسلمانانو مړي موندل شوي دي.
د ازاد روهینګیا ایتلاف همغږي مسئول نای سان لوین په یوه بیان کې ویلي چې د یانګون ښار د هلیګو په ښارګوټي کې د تابینشوهتي سړک په اوږدو کې د ۱۳ روهینګیايي مسلمانانو مړي موندل شوي دي. په بیان کې ویل شوي دي چې مړي روغتون ته انتقال شوي دي. لوین وویل چې د بشري حقونو مدافعینو روغتون کې د مړو نه لیدنه کړې ده او ویلي دي چې د مړو په مخونو او د بدن په نورو برخو کې ټپونه او داغونه شتون لري. هغه زیاته کړه چې ،
"د نوامبر په ۲۸مه، کودتاچي حکومت ۶۸ روهینګیايي مسلمانان بندیان کړل، چې ۵۴ یې نارینه او ۱۴ ښځې وې. زما په اند دا ۱۳ قربانیان د همدې ډلې دي او عمرونه یې تر ۱۸ کلونو کم دي."
د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې روهینګیايي مسلمانانو چې غوښتل یې له سیمې وتښتي، د اکسيجن د نشتوالي له امله په موټر کې د لېږدولو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په ۲۰۱۲ کال کې د میانمار په اراکان ایالت کې د بودایانو او مسلمانانو ترمنځ نښتې وشوې، زرګونه کسان چې ډېری یې مسلمانان وو، ووژل شول او سلګونه کورونه او هټۍ ګانې وسوځول شول.
همداشان د ۲۰۱۷ کال د اګسټ په ۲۵ د اراکان پر سرحدي پوستو د هممهاله بریدونو په بهانه د میانمار پوځ او بودايي ملت پالو ډله ییز تاوتریخوالی پیل کړ.