ستولتنبرګ : پوتین ته به اجازه ورنکړو چې ناټو د اوکراین په جګړه کې ښکیله کړي

د ناټو سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به اجازه ورنکړي چې ناټو د اوکراین په جګړه کې ښکېل کړي.

1913722

ستولتنبرګ د جرمني په پلازمینه برلین کې د دې هیواد  له لومړي وزیر  اولاف شولز سره تر لیدنې وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ . د ناټو عمومي منشي یو ځل بیا څرګنده کړه چې د اوکراین پر ضد د روسیې له خوا پیل شوې جګړه د نړیوالو قوانینو خلاف ده.

" ددې جګړې له امله سږنی ژمی لا سخت تیریږي. روسیه باید دا جګړه ونه ګټي. مونږ به پوتین ته اجازه ورنکړو چې ناټو پدې جګړه کې ښکیل کړي."

د جرمني لومړي وزیر  اولاف شولز هم ویلي چې دوی به د ناټو له متحدینو سره د اوکراین ملاتړ ته تر هغه وخته دوام ورکړي چې اړتیا وي.

"روسیه باید دا جګړه ونه ګټي." شولز هم ټینګار وکړ چې ناټو باید د دې  جګړې  په طرف بدل نشي او پدې جګړه کې باید ښکیل نشي، ترڅو په ټوله نړۍ کې د کړکیچ لامل نه شي.

اړوند خبرونه