په امریکا متحده ایالتونو کې، پر پوځ باندې د خلکو باور تر ۵۰ سلنې هم ټیټ شوی دی.
د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو وتو پخپله په امریکا کې پر پوځ د خلکو د باور کچه ډیره زیاته راټیټه کړې ده
په امریکا متحده ایالتونو کې، پر پوځ باندې د خلکو باور تر ۵۰ سلنې هم ټیټ شوی دی.
په کالیفورنیا کې د رونالډ ریګن بڼسټ لخوا په ترسره شوې یوې نظر پوښتنې ښودلې په وروستیو کلونو کې د امریکا خلکو لخوا پر خپل پوځ باندې باور کچه د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په کمیدو ده.
د عامه افکارو په هغه نظر پوښتنه کې چې د نوامبر په میاشت کې د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې د دغه بنسټ له خوا ترسره شوې، لیدل شوي چې پوځ د امریکایانو باور کچه تر ۴۸ سلنې راټیټه شوې ده .
په دغه څېړنه کې چې ویل شوي وو، پداسې حال کې په ۲۰۱۸ کال کې په امریکا کې پر پوځ باندې د خلکو باور کچه شاوخوا ۷۰ سلنه و، په تېرو څلورو کلونو کې تر ۵۰ سلنې لاندې راښکته شوی. په نظرپوښتنه کې له ګډونوالو ددې خبرې د لاملونو په اړه هم پوښتنې شوې دي.
پدې نظرپوښتنه کې ۶۲ سلنه کډونوالو ددې خبرې لامل د پوځ د قوماندانانو سیاسي کیدل په ګوته کړي دي.همداشان دوی په دې باور دي چې پدې مسئله کې د ملکي ادارو پرېکړو هم خپل تاثیرات درلودلي دي ، په ځانګړې توګه له افغانستان څخه د ناڅاپي وتلو پر پوځ د خلکو باور کم کړی دی.
په څیړنه کې لیدل شوي چې د هغو کسانو کچه چې له اوکراین سره د امریکا د ملاتړ دوام غواړي ۵۷ سلنه ده.
پدې نظرپوښتنه کې بیا پر ناټو سازمان باندې د امریکايي باور ۶۰ سلنه ښودلی دی. همداشان ۷۲ سلنه برخه والو د ناټو پر کوم غړي هیواد د روسیې د برید په صورت کې د پوځي ځواب ورکولو پلوي کړې ده .
همداشان پدې نظرپوښتنه کې څرګنده شوې چې ۷۱ سلنه امریکايي وګړي په دې نظر دی چې د روسیې او اوکراین جګړه به چین د ټایوان اشغالولو ته وهڅوي.