د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت کې د یاغیانو په برید کې ۵۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي
د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په ختیځ کې په شمالي کیو ایالت کې ، د یاغیانو په برید کې لږ تر لږه ۵۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي.
د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په ختیځ کې په شمالي کیو ایالت کې ، د یاغیانو په برید کې لږ تر لږه ۵۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي.
د کانګو دیموکراتیک جمهوریت د پوځ ویاند جګړن سلوین ایکنګ اعلان وکړ چې د شمالي کیو ایالت په روتشورو سیمه کې مارچ ۲۳ غورځنګ په نوم د یاغیانو ډلې غړو برید ترسره کړ.
ایکنګ ویلي دي چې په برید کې لږ تر لږه ۵۰ تنو ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ګڼشمیر کسان د برید کوونکو لخوا تښتول شوي دي.
د کانګو دیموکراتیک جمهوریت حکومت ادعا کوي چې روانډا د د مارچ ۲۳ مې غورځنګ د یاغیانو ډلې نه ملاتړ کړی، کوم چې د شمالي کیوو ایالت پلازمینه ګوما نیولو ویره لري.
په داسې حال کې چې روانډا دا تورونه ردوي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او ډیپلوماټیک کړکېچ دوام لري.
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، د د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په سرحدونو کې ځینې قیمتي فلزات د یاغیانو لخوا ګاونډیو هیوادونو ته قاچاق کیږي.