امریکا د داعش ترهګرې ډلې د نوي مشر ابوالحسن الهاشمي القریشي د وژلو نه خبر ورکړ.

د داعش ترهګرې ډلې نوی مشر هم وژل شوی دی

1913187
امریکا د داعش ترهګرې ډلې د نوي مشر ابوالحسن الهاشمي القریشي د وژلو نه خبر ورکړ.

امریکا د داعش ترهګرې ډلې د نوي مشر ابوالحسن الهاشمي القریشي د وژلو نه خبر ورکړ.

 د امریکا متحده ایالتونو  مرکزي  قوتونو قوماندانۍ اعلان وکړ چې ابو الحسن الهاشمي القریشي چې د ابو ابراهیم الهاشمي القریشي وروسته د داعش د ترهګرې ډلې مشر شوی وو، د اکتوبر په میاشت کې وژل شوی دی.

د امریکا د متحده ایالتونو د  مرکزي  قوتونو قوماندانۍ ویاند ډګروال جو بوکینو، په خپل لیکلي بیان کې ویلي دي چې "د اکتوبر په نیمایي کې د ابو الحسن الهاشمي القریشي مړینه داعش ته یو بل ګوزار ورکړ. دا عملیات د سوریې د خپلواک  پوځ لخوا د سوریې په درعا ولایت کې ترسره شول."

بوکینو وویل چې داعش د سیمې لپاره یو ګواښ دی او دوی د دې سازمان په دایمي ماتې تمرکز کوي.

دا معلومه نه ده چې په دې برید کې د داعش پر وړاندې د ایتلاف رول څه وو.

امریکايي ځواکونه په الطنف سیمه کې د عراق، سوریې او اردن په پوله کې  د موګاویر التاوارا په نوم د مخالفې ډلې سره همکاري کوي.

دغې ډلې په دې وروستیو کې خپل نوم د "سوریې خپلواک پوځ" ته اړولی وو.

ابو ابراهیم الهاشمي القریشي چې د داعش د لومړي مشر ابوبکر البغدادي ځای ناستی و، د فبرورۍ په میاشت کې د سوریې په شمال لویدیځ کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی وو.



اړوند خبرونه