د ناټو سازمان مشر : اجازه به ورنکړو چې روسیه ژمي نه د اوکراین پر خلاف د وسلې په توګه کار واخلي

د ناټو سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هڅه کوي د ژمي موسم د اوکراین پر ضد د وسلې په توګه وکاروي.

1912248
د ناټو سازمان مشر : اجازه به ورنکړو چې روسیه ژمي نه د اوکراین پر خلاف د وسلې په توګه کار واخلي

د ناټو سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هڅه کوي د ژمي موسم د اوکراین پر ضد د وسلې په توګه وکاروي.

ینس سټولټنبرګ د رومانیا په پلازمینه بخارست کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې مخکې چې نن او سبا ترسره کیږي د رومانیا له ولسمشر کلوس یوهانس سره ګډه خبري غونډه  کې ګډون وکړ.

ستولتنبرګ وویل، د بهرنیو چارو وزیران به د اوکراین د ملاتړ پر ممکنه لارو چارو خبرې وکړي. هغه وویل چې  مونږ نشو کولی چې پوتین ته د اوکراین د ماتولو اجازه ورکړو. ځکه چې هغه فکر کوي چې د خپل طاقت نه په استفادې به خپل دې هدف ته ورسیږي.

سټولټنبرګ  وویل چې امکان لري روسیه د اوکراین د برښنا پر شبکو، طبیعي ګاز او د بنسټیزو خدماتو په زیربناګانو  باندې بریدونو  ته دوام ورکړي. دا چې ژمي د پیلیدو سره سم  د روسیې لخوا دا ډول بریدونه ترسره کیدل ددې ښکارندويي کوي چې پویتن غواړي چې د ژمي نه د اوکراین پر خلاف د وسلې په توګه کار واخلي.

د ناټو عمومي منشي ویلي چې د بهرنیو چارو وزیران به په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د بوسنیا هرزګوینا، ګرجستان او مالدووا ته چې د روسیې تر فشار لاندې د مرستو په اړه هم خبرې وکړي. هغه وویل چې "کره پلانونو ته اړتیا ده"

د رومانیا ولسمشر یوهانیس  بیا پدې خبرې غونډه کې ټینګار وکړ چې هیواد به یې د ناټو په ټولیز دفاع کې د پام وړ مرستې ته دوام ورکړي.

هغه وویل  چې ناټو او متحدینو یې په رومانیا کې د پام وړ ځواکونه ځای پر ځای کړي، یوهانس وویل چې رومانیا اوس مهال شاوخوا ۵۰۰۰ متحدو ځواکونو کوربه توب کوي .

یوهانس د یو ژورنالیست پوښتني په ځواب کې  وویل، "د متحدینو لوی شمیر سرتیرو ته اړتیا ده، مګر دا کافي نه ده. تجهیزاتو، یا بلکي مخکې ځای پر ځای شوي تجهیزاتو ته اړتیا ده چې د قوي مخنیوی او دفاع چمتو کړي."

یوهانس د مادرید د  سرمشریزې د پریکړو نه د عمومي پریکړو به توګه یادونه وکړه او زیاته کړه  "دا اړینه ده چې په روښانه توګه پوه شو چې کوم سرتیري به د برید په صورت کې واستول شي. کلکو پلانونو ته اړتیا ده. موږ نشو کولی دا ډول پریکړې وروستۍ شیبې ته پریږدو.



اړوند خبرونه