په چین کې په یوې فابریکه کې اورلګیدنې ستره فاجعه رامنځته کړه
د چین په هینان ایالت کې په یوه فابریکه کې د اورلګېدنې له امله ۳۶ تنه مړه ، دوه تنه نور سخت ټپیان شوي او ۲ تنه هم لا درکه شوي دي.
1909148
د چین په هینان ایالت کې په یوه فابریکه کې د اورلګېدنې له امله ۳۶ تنه مړه ، دوه تنه نور سخت ټپیان شوي او ۲ تنه هم لا درکه شوي دي.
د چین په ختیځ کې د هینان ایالت په انیانګ ښار کې د کیمیاوي موادو او نورو صنعتي تولیداتو د یوې کمپنۍ په فابریکه کې اور لګیدنه رامنځته شوه.
د پيښې ځای ته د تر ۲۰۰ څخه ډیر د لټون او ژغورنې پرسونل او ۶۳ د اور وژنې موټرې لیږل شوي دي.
د هینان ایالت مسئولینو ویلي دي چې پدې اورلګیدنه کې ټولې فابریکې اور اخیستی . په پيښه کې لږ تر لږه ۳۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي. د ویلو ده چې دوه تنه لا درکه شوي دي چې د لټون چارې دوام لري.
اور له څلور ساعته سختو هلو ځلو وروسته تر کنټرول لاندې راوستل شو. د اور لګیدنې د علت د معلومولو لپاره دقیق تحقیقات پیل شوي دي.