درې نور هیوادونه هم د شینګن د تړون سره یو ځای کیږي.
بلغاریا، رومانیا او کروشیا هم د شینګن په سیمه کې داخلیږي
1907506
درې نور هیوادونه هم د شینګن د تړون سره یو ځای کیږي.
اروپايي ټولنې کمیسیون په غونډه کې د شینګن په سیمه کې د درې نورو هیوادونو د یو ځای کولو په اړه مثبت نظر وښود.
کمیسیون پریکړه وکړه چې دا مسئله به د دسمبر په اتمه نیټه په غونډه کې رای اچونې ته وړاندې کړي.
کمیسیون ویلي دي چې بلغاریا، کروشیا او رومانیا به د شینګن په سیمه کې د ځای کیدو په خاطر غونډه او رای اچونه وکړي.
تمه کیږي چې دا درې هیوادونه د شینګن په تړون او سیمه کې داخل شي.
د اروپايی ټولنې د ۲۷ غړیو نه ۲۲ يي په شینګن تړون او سیمه کې ځای لري. همداشان ۴ نور هیوادونه چې د اروپايي ټولنې غړیتوب نلري لکه ناروې، سویس، ایسلنډ او لیختن اشتاین د شینګن په تړون او سیمه کې شتون لري. ددې هیوادونو وګړي او ویزه د شینګن د تړون په ټولو غړیو هیوادونو کې د اعتبار وړ ده.