په اندونیزیا کې زوروره زلزله رامنځته شوې
د اندونیزیا د سوماترا په ټاپو کې زوروره زلزله رامنځته شوې
1906876
په اندونیزیا کې چې د جي شل سازمان د مشرانو د سرمشریزې کوربه توب هم کوي زوروره زلزله رامنځته شوې ده .
اروپا – مدیترانې زلزلې مرکز راپور ورکړی چې د اندونیزیا د سوماترا ټاپو په سویل لویدیځ کې د ریښتر په کچه د ۶ درجې په شدت سره زلزله رامنځته شوې ده .
ویل شوي، چې زلزله لاندې د لسو کیلومترو په ژوروالي سره رامنځته شوې ده. د زلزلې له امله د اوښتو مالي او ځاني زیانونو په اړه تر اوسه پورې په رسمي توګه څه ندي ویل شوي.
هیره دې نوي چې اندونیزیا د جي شل سازمان د مشرانو د سرمشریزې کوربه هم وو.
د ویلو ده چې په ۲۰۰۴ کال کې د اندونیزیا په سوماترا ټاپو کې له سختې زلزلې وروسته د سونامي ناورین رامنځ ته شو او د هند سمندر په اوږدو کې ۲۲۶ زره کسان ووژل.