په فرانسه کې د کلیسا ۱۱ راهبانو په جنسي‌ ځورونو تورن شول

پداسې حال کې چې په فرانسه کې د کلیسا  ۱۱ تنه راهبان د جنسي ځورونې په تور تورن شوي، د فرانسې کارډینل ژان پییر ریکارډ یوه ۱۴ کلنې نجلۍ  په جنسي‌ پلوه په ځورنې  اعتراف وکړ او له خپلې دندې استعفا وکړه.

1903404
په فرانسه کې د کلیسا ۱۱ راهبانو په جنسي‌ ځورونو تورن شول

پداسې حال کې چې په فرانسه کې د کلیسا  ۱۱ تنه راهبان د جنسي ځورونې په تور تورن شوي، د فرانسې کارډینل ژان پییر ریکارډ یوه ۱۴ کلنې نجلۍ  په جنسي‌ پلوه په ځورنې  اعتراف وکړ او له خپلې دندې استعفا وکړه.

د فرانسې  په لورډیس  ښار کې د راهبانو  کنفرانس جوړ شو. ددې کنفرانس موخه په کلیساګانو کې د راهبانو او مسئولینو په ګډون د  جنسي‌ ځورنې او تیریو  د پيښو مخنیوي‌ او پدې قضیو کې د اړیکو او روڼتیا ودې څرنګتیا وه. په کنفرانس کې هغه ۱۱ تنو راهبانو چې په جنسي‌ ځورنو تورن دي‌ هم ګډون کړی وو. په  کنفرانس کارډینل ژان پییر ریکارډ اعتراف وکړ چې هغه یوه  ۱۴  کلنې نجلۍ  جسني‌ پلوه ځورولې  او ویې ویل: "۳۵ کاله وړاندې، کله چې زه په یوه کلیسا کې راهب وم، ما  یوه ۱۴ کلنه نجلۍ د جنسي‌ پلوه وځوروله . دې نجلۍ ته مې سپکاوی وکړ. البته چې  زما چلند په حتماً د دې نجلۍ  لپاره خورا جدي او تلپاتې پایلې پریښې وي. هغه بښنه وغوښته  . د بخښنې په غوښتلو سره، وویل چې هغه به له خپلو دندو استعفا وکړي او وویل چې هغه د قضایي چارواکو او کلیسا سره همکارۍ ته چمتو دی.

د کنفرانس مشر، اسقف اعظم  ایریک دی مولینز-بیفورټ، په یوه بیان کې وویل چې ټول تورن کسان به یا د څارنوالۍ یا د کلیسا د انضباطي پروسیجرونو سره مخ شي. هغه  دا هم وویل چې د تورنو راهبانو په منځ کې یو کس مړ شوی.

د ویلو ده چې دا لومړی ځل ندی چې د کاتولیک کلیسا راهبانو په جنسي‌ ځورنې تورنیږي. ددینه وړاندې‌ په امریکا او کاناډا کې هم په ورته تورنو تور شوي‌ دي. خو د  کاتولیک  کلیسا تل د راهبانو  پدې ناسمو کړنو پردې غوړولي‌ او حتا هغوې له دندې هم ندي‌ ګوښه کړي.



اړوند خبرونه