شمالي کوریا د امریکا او سویلي کوریا په غبرګون کې په یو ورځ ۱۰ توغندي وازمایل
شمالي کوریا چې تیره ورځ سویلي کوریا او امریکا د هوايي تطبیقاتو د هر څه ژر درولو په خاطر خبرداری ورکړی وو نن ۱۰ توغندي وازمایل.
شمالي کوریا چې تیره ورځ سویلي کوریا او امریکا د هوايي تطبیقاتو د هر څه ژر درولو په خاطر خبرداری ورکړی وو نن ۱۰ توغندي وازمایل.
د جنوبي کوریا د لوی درستیزوالۍ اعلان وکړ چې شمالي کوریا لږ تر لږه لس توغندي ازمویلي دي.
د سویلي کوریا د لوی درستیزوالۍ لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د وونسان په ګډون له بیلابیلو سیمو څخه توغول شوي لږ تر لږه لس توغندي د شمالي کوریا په ختیځ او لویدیځ ساحلونو کې ولګیدل.
په بیان کې ویل شوي چې یو توغندی د دواړو هیوادونو ترمنځ د ډیفکټو سمندري پولې په سویل لوري کې ولوید او دا ازمایښت یې د نه زغملو وړ بللی دی.
په بیان کې راغلي، "د کوریا ټاپو وزمې له وېش وروسته د لومړي ځل لپاره د شمالي کوریا یو توغندی د جنوبي کوریا په سمندري سیمه کې لګېدلی دی."
د سویلي کوریا ولسمشر یون سوک یول په هغه سرمشریزه کې چې د ملي امنیت له چارواکو سره یې ولید د شمالي کوریا پر وړاندې د " پاروونکو اقداماتو بدل " د زړورو اقداماتو غوښتنه وکړه.
د جاپان د دفاع وزیر هامادا یاسوکازو هم ویلي چې د جاپان د بحر (ختیځ سمندر) په لور توغول شوي توغندي د جاپان له ځانګړي اقتصادي زون څخه بهر غورځیدلي دي.
هامادا د دې خبرې په ټینګار ویلي چې د پیونګ یانګ ادارې ته د هغه هیواد د سفارت له لارې یو یادداشت ورکړل شوی ، د توغندي د لګیدو له امله په سیمه کې کښتیو او الوتکو ته کوم زیان ندی اوښتی.
د یادولو وړ ده چې دا ازمایښتونه د امریکا او سویلي کوریا د ګډو هوایی تطبیقاتو په غبرګون کې ترسره شوي دي. تمه کیږي چې دا هوايي تطبیقات د اونۍ په اوږدو کې دوام وکړي . پدې تطبیقاتو کې د اف ۳۵ جنګي الوتکو په ګډون ۲۴۰ جنګي الوتکو ګډون کړی دی.