د صربستان ولسمشر پوځ ته د تیارسي امر وکړ

د صربستان د دفاع وزیر میلوس ووسیویچ وویل چې ولسمشر الکساندر ووچیچ له کوسوو سره د احتمالي کړکیچ له امله اردو ته د "تیارسي" امر کړی.

1900638
د صربستان ولسمشر پوځ ته د تیارسي امر وکړ

د صربستان د دفاع وزیر میلوس ووسیویچ وویل چې ولسمشر الکساندر ووچیچ له کوسوو سره د احتمالي کړکیچ له امله اردو ته د "تیارسي" امر کړی.

د صربستان دفاع وزیر ووسیویچ د خپل هیواد او کوسوو ترمنځ د ستونزو په اړه په یوه سیمه ایز ټلویزیوني چینل کې څرګندونې وکړې. هغه وویل چې ولسمشر

" ووچیچ پوځ ته امر کړی چې چمتو واوسي. پوځ په کوسوو کې د حالاتو لپاره د تیارسي په حال کې دی."

هغه د دې خبرې نه په یادونې سره چې صربستان یو جدي هیواد دی او هیڅوک باید د د جګړې سره لوبې ونکړي. ووسیوچ ټینګار وکړ چې هیواد يي د خبرو اترو پلوی دی.

د ویلو ده چې د روان میلادي کال د جولای د میاشتې  په پای کې، د کوسوو حکومت، له صربستان سره د متقابل عمل له اصولو سره سم، "هغه کسانو ته چې د صربستان د هویت کارتونو سره کوسوو ته ننوځي  د دخول او خروج لپاره ورته د  موقتي فورمې ورکولو او د کوسوو صربانو ته د صربستان لخوا د ورکړ شوو موټر پلیټونو د کوسوو په پلیټونو د بدولو په اړه حکم وکړ.

په کوسوو کې صربانو د دې  پریکړې په غبرګون کې د دغه هېواد په شمال کې پولې وتړلې او په دغه هېواد کې تاوتریخوالی زیات شو. د کوسوو حکومت پریکړه پلي کول د سپتمبر تر لومړۍ نیټې  پورې پدې شرط چې د صربستان  سره د سرحدي دروازو په لور پر سړکونو ټول خنډونه لرې شي وځنډوله.

په نهایت کې ، د کوسوو حکومت  اعلان وکړ چې د موټر هغه پلیټونه چې د صربستان لخوا ورکړ شوي دي  "غیرقانوني" دي او نوي کولو لپاره يي دا پروسه تر  ۲۰۲۳ کال د اپریل پورې وځنډوله. کوسوو وویل چې د  صربستان پلیټ لرونکو وسایطو مالکینو ته به لومړی خبرداری ورکړل شي ، بیا  به جریمه شي او په پای کې به د امتحاني  پلیټونه ورکړ شي.



اړوند خبرونه