د هند د ګجرات په ایالت کې د یو پل د نړېدو له امله ډیره ستره فاجعه رامنځته شوې ده
د هند د ګجرات په ایالت کې د یو ځوړند پل د نړېدو له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی
د هند د ګجرات ایالت په موربي ښار کې د ماچچو سیند د پاسه جوړ شوی ځوړند پل د نړېدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.
سیمه ییزو رسنیو د خبر له مخې د پل د نړېدو پر مهال په پل د پاسه تر ۴۰۰ ډېر کسان شتون درلود. د ګجرات د عامه روغتون مشر امیت جالا په یوه بیان کې ویلي دي چې "پدې پيښه کې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۱۳۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ځیني کسان لا درکه شوي دي."
په پېښه کې د لادرکه شویو کسانو لټون دوام لري . پدې پيښه کې په لسګونه کسان ټپیان شوي دي. د لومړي وزیر د دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې لومړي وزیر نریندرا مودي د ژغورنې عملیاتو لپاره د بیړنیو ټیمونو د استولو امر کړی دی. لومړی وزیر د پيښې وضعیت له نږدې څاري او ویلي دي چې د پیښې اغیزمنو خلکو سره به هر ډول ممکنه مرسته وشي.
د پیښې د ځای نه په خپرو شوو ویدیو ګانو کې لیدل کیږي چې خلک د نړیدلي پل لاندې او شاوخوا کې چیغې وهي او د مرستې غوښتنه کوي.
د ویلو ده ویل کیږي کیدای شي چې د مړو شمیره نوره هم لوړه شي.