شمالي کوریا یو ځل بیا دوه بالستیک توغندي وازمایل.

شمالي کوریا د امریکا او سویلي کوریا د ګډو پوځي تطبیقاتو د پیل نه مخکې دوه بالستیک توغندي وازمایل

1898789
شمالي کوریا یو ځل بیا دوه بالستیک توغندي وازمایل.

شمالي کوریا یو ځل بیا دوه بالستیک توغندي وازمایل.

 د سویلي کوریا پوځ او د جاپان د حکومت اعلان وکړ چې شمالي کوریا د جاپان د بحیرې (ختیځ سمندر) په لور دوه بالستیک توغندي وتوغول.

د سویلي کوریا د لوی درستیز په وینا، شمالي کوریا د هیواد سویل ختیځ کې د کانګون سیمې څخه دوه لنډ واټن ویشتونکي بالستیک توغندي د جاپان سمندر (ختیځ سمندر) په لور توغولي دي.

د ویلو ده چې شمالي کوریا دا ازمایښت په ځايي وخت په ۱۱ بجو او ۵۹ دقیقو او ۱۲ بجو او ۱۸ دقیقو ترسره کړي دي.

له بلې خوا د جاپان حکومت اعلان وکړ چې توغندي د جاپان له ځانګړي اقتصادي زون څخه بهر غورځیدلي او په سیمه کې کښتیو او الوتکو ته کوم زیان ندی رسیدلی.

د يادونې وړ ده، چې د توغنديو ازموينه د روانې اونۍ په پيل کې د امريکا او جنوبي کوريا  لخوا د ګډو پوځي هوايي تطبیقاتو د ترسره کولو د اعلان نه وروسته د تطبیقاتو د پیلیدو نه  مخکې شوې ده.

په دې توګه، د پیونګ یانګ ادارې د ۲۰۲۲ له پیل راهیسې دا ۲۸ م توغندی دې ازمایي.



اړوند خبرونه