روسیې  د اټومي وسلو په تطبیقاتو پيل کړی دی.

د روسيې د ولسمشرۍ د کرملين ماڼۍ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې  ولسمشر ولاديمير پوتين د اټومي وسلو د تطبیقاتو نه په انلاين ډول ننداره وکړه.

1898112

په خبرپاڼه کې راغلي، دي چې ددې تطبیقاتو کې په چوکاټ کې

د پلیسیټکس له فضایي اډې څخه د ( یارس ) په نامه د لویو وچو نه تیریدونکي بالستیک توغندي او د بارینټس بحر څخه 'سینوا' بالستیک توغندی په کامچاتکا  کې د کورا پولیګون ته وتوغول شو. همداشان پدې تطبیقاتو کې  د هوا نه د کروز توغندي د توغولو په سیستم سمبال د "Tu-95MS" ډوله اوږد واټنه الوتکې هم ګډون کړی وو.

په خبرپاڼه  کې د دې  په ټينګار ویل شوي  چې د ستراتيژيکو دفاعي ځواکونو تطبیقات په برياليتوب سره خپل اهداف ترلاسه کړي دي.

"ټولو توغندیو د خپلو ځانګړتیاوو په ښودلو سره ټاکل شوي هدفونه په ډیر بریالیتوب سره له منځه وړي او خپل هدف ته رسیدلي دي."

د یادونې وړ ده چې د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو پوتین ته د تمریناتو په اړه معلومات ورکړل.

د بله پلوه د امریکا  د بهرنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ چې واشنګټن ته یې خبر د روسیې لخوا د اټومي وسلې د ازمایښت د ترسره  کیدو په اړه خبر ورکړی دی.

د دې وزارت ویاند نید پرایس وویل "دا د روسیې لخوا یو معمول تطبیقات دي.  پداسې حال کې چې روسیه د یو پلو نه  پرته له کوم دلیل څخه د تیريو ډک اټومي ګواښونه کوي، د بله پلوه مونږ ته د خبر په راکولو سره د حیرانتیا وړ  فکتور له منځه وړي  او د غلطې محاسبې خطرونه کموي."

اړوند خبرونه