په امریکا کې په یوې عالي لیسې وسله وال برید شوی

د امریکا د میسوري ایالت اړوند  د سنټ لوئیس ښار په یوه عالي لېسه د وسله وال برید امله دوه تنه وژل شوي دي.

1897147
په امریکا کې په یوې عالي لیسې وسله وال برید شوی

د امریکا د میسوري ایالت اړوند  د سنټ لوئیس ښار په یوه عالي لېسه د وسله وال برید امله دوه تنه وژل شوي دي.

برید کوونکی له پولیسو سره په متقابلو ډزو کې له منځه تللی دی.

د ښار د پولیسو کمېشنر مایکل ساک په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دوه کسان، یوه ښځه او یوه نجلۍ د بصري او صحنې د  هنرونو په مرکزي عالي لېسه کې د سهار په برید کې وژل شوي دي.

ساک یادونه وکړه چې برید کوونکی، چې شل کلن و، له پولیسو سره د نښتې په پایله کې له منځه ولاړ.

که څه هم په دې اړه څه نه دي ویل شوي، چې بریدګر څنګه ښوونځي ته ننوتي چې شاوخوا ۴۰۰ زده کوونکي لري،  خو ویل شوي، چې زده کوونکو د پېښې پر مهال د ټولګي د دروازو شاته خنډونه جوړ کړي وو او ځینې یې له کړکۍ څخه په ټوپ وهلو سره وتښتېدل.

د برید کوونکي هویت نه دی په ډاګه شوی. ویل کیږي برید کوونکي پدې برید کې د ټوپک نه کار اخیستی دی.



اړوند خبرونه